کونړ کې يو روغتيايي مرکز له بیا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۳۹
moph

د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چلس فرعې روغتیايي مرکز نوی تعمیر، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوی و، د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د اسټرالیا د ملبورن ښار د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق (رض) جومات په مالي مرسته د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت له رغول کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې چې د کونړ مرستیال والي، عامې روغتيا رئيس، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د هیلت نیټ مؤسسې استازو، قومي مشرانو، رسنیو او نورو ګډون کړی و، د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص د ولس لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ څرګند او د مرسته کوونکو بنسټونو څخه يې مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د یاد مرکز په فعالېدو سره به د سیمې له ۳ زرو څخه تر ۷ زرو پورې اوسېدونکي په معیاري چاپېریال کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د فراه عامې روغتیا ریاست له خصوصي روغتیايي مرکزونو او خوراکي توکو څخه څارنه ترسره کړه

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې امریت مسؤلینو تېره اوونۍ په دغه ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او خوراکي توکو څخه څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د ۱۷ درملتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني د عامې روغتیا ریاست شاوخوا ۳۵ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول

د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې آمریت د تېرو ۹ میاشتو په جریان کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له درملتونونو، عمده پلورنځیو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۲
Background image

په کندز کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د  کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ له لوري د کندز ولایت د روغتیايي مرکزونو ۱۵ تنو ډاکټرانو او ۵۰ تن. . .

BACK TO NEWS