د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۲
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت په تالار کې تر سره شوه، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم او د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، استخباراتو، سترې محکمې، کابل ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو عمومي رئیسانو او استازو په کې ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، په دې غونډه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون تطبیق په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي په برخه کې یو اغېزمن ګام او مهمه لاسته راوړنه وبلله.

همداراز، ښاغلي وزير د کمېټې له غړو وغوښتل چې د دغه قانون د اغېزمن تطبیق په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همدارنګه، د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق په موخه ۱۱ موارد تائید کړل، څو اړوندې ادارې خپلې سپارل شوې دندې او مسؤلیتونه ترسره او په راتلونکې غونډه کې د یادو چارو د پرمختګ راپور دغې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د روغتیايي نوښتونو بورډ دوهمه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو ګډون کړی و، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د نوښتونو په برخه کې داسې طرحو ته اړتیا ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي په کندهار کې د خوړو او درملو د تنظیم او روغتیايي معیارونو وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو سره د قاچاق د مخنیوي، د روغتیايي معیارونو له پلوه. . .

BACK TO NEWS