بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو څخه وغوښتل شول، چې له دې روزنیز فرصت څخه د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.
