بادغیس ولایت کې ۱۵ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول
د بادغیس عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خوراکي توکو له عمده پلورنځیو څخه د نظارت پر مهال ۱۵ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل.
