بلخ ولایت کې روغتیايي مسؤلینو او متخصصینو ته د فارماکو ویجیلانس (د درملو جانبي ضررونو څخه نظارت) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۲۵
moph

دا روزنیز ورکشاپ د درملو د منفي غبرګونونو د ثبت، څار او تحلیل په برخه کې ډاکټرانو او د ولسوالیو روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو، چې په کې د عامې روغتیا وزارت استازو، د درملو د څار متخصصینو او د ولسوالیو روغتیایي مسؤلینو، ډاکټرانو او د بېلابېلو روغتیایي مرکزونو فارمسستانو ګډون کړی و.

د دې ورکشاپ پرانیست مراسمو کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر سید احمد شاداب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ  د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو، د ناروغانو په خوندیتوب او د فارماکو ویجیلانس سیسټم پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د درملو په جانبي عوارضو علمي څار د ناروغانو د خوندیتوب ډاډمنولو او د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په لور یو مهم ګام دی.

د دې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوال د فارماکو ویجیلانس سیسټم د اساسي موخو، د درملو د جانبي ضررونو په اړه د راپور ورکولو د مېتودونو، په دې پروسه کې د روغتیایي مرکزونو د رول او د درملو د خطر تحلیل او مدیریت اصولو برخه کې زده کړې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۶:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شپاړسمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرې ناستې د پرېکړو او په اړه یې د تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د معین له خوا د سید کرم روغتون د پاتې چارو ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې له مل پلاوي سره په ګډه د سید کرم ولسوالۍ روغتون د نیمه پاتې چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نیمه پاتې چارې بیا پیل شوې

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون. . .

BACK TO NEWS