تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
MOPH

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت کړي. کانګو یوه خطرناکه او وژونکې ویروسي ناروغي ده، چې له حیوان څخه انسان ته او همدارنګه، له انسان څخه انسان ته انتقالېږي.

د تخار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین له مالدارانو، قصابانو او هغو روغتیايي کارکوونکو څخه چې د دې ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري، غواړي چې د روغتیايي سپارښتنو په مراعتولو سره خپل ځان او ټولنه د دې ناروغۍ له خطرونو څخه خوندي وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د سترګو روغتيا او د ړوند والي کچې کمښت او مخنیوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سیر پاڅون د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

په هېواد کې د سترګو د ړوند والي له علتونو څخه ۶۰ سلنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

BACK TO NEWS