تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۸
MOPH

د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرله‌پسې نظارتونو په پایله کې‌ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول کړي وو او د اړوندې کمېټې د پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول.

د تخار عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام وویل: «د تخار ولایت د ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځيو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوو، چې د نېټې تېرو، بې‌کیفیته او غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو له پلور، وېش او کارونې څخه په کلکه ډډه وکړي او د خلکو د روغتیا ساتنې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.»

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS