تدارکاتي اعلان
Publish Date
Closing Date
د ١٤٠٣ مالي کال د ١٢ قلمه حبوباتو، یوقلم وچې ډوډۍ، ١٣ قلمه تازه مېوې، ترکارۍ او د هګیو دتدارک کولواعلان!
د (MOPH/GDCM/HRP/KHH/NCB-1403/GO2) تشخیصه نمبر لرونکی د خیرخانې ١٠٢ بستریز روغتون ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته دعوت ورکوي؛ ترڅو د ١٢ قلمه حبوباتو، یوقلم وچې ډوډۍ، ١٣ قلمه تازه مېوې، ترکارۍ او هګیو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او چاپ شوې شرطپاڼه د خیرخانې د ١٠٢ بستریز روغتون د تدارکاتو له مدیریت نه ترلاسه کړي.
خپل وړاندیزونه د شرطپاڼې د شرایطو سره سم په سر تړلي ډول د سې شنبې ورځ د ١٤٠٣ ه ش کال د حمل د میاشتې په ١٤ نېټه د داوطلبۍ تر ورځې د سهار په ٩ بجو د تدارکاتو مدیریت ته وسپارﺉ. ناوخته رسیدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د یو اعتبار لرونکي بانک څخه په لاندې ډول دی.
١- د حبوباتو لپاره تضمین (٢٠٠٠٠٠) افغانۍ دی.
٢- د مېوې، ترکارۍ او هګیو تضمین (١٥٠٠٠٠) افغانۍ دی.
٣- د وچې ډوډۍ تضمین (١٥٠٠٠٠) افغانۍ دی.