تدارکاتي خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

 د Network شبکې د فعالولو لپاره د ۲۲ قلمه ټکنالوژيکي توکو تدارک او سمبالول!

ګڼه  (- MOPH/NCB/IGICH/1403/G15)

 اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت له لوري ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي، څو د یاد روغتون د Network شبکې فعالولو لپاره د ۲۲ قلمه ټکنالوژيکي توکو د تدارک او سمبالولو د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼه په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت څخه په فلش یا حافظه ډیسک کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه د تدارکاتو قانون،کړنلارې او په شرطپاڼي کې د ذکر شویو شرایطو سره سم په سرتړلي ډول د خبرتیا له نېټې څخه تر ۰۱/۰۸/۱۴۰۳ نېټې سې شنبې ورځ د ماسپښین تر دوه بجو د وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک کې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون لومړي پوړ کې د غونډو تالار ته وسپاري.

  ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي ګرانټۍ په شکل (۳۲۰،۰۰۰) درې سوه شل زره افغانۍ دی او د شرطپاڼې سره مل یې د آفر پرانیستلو غونډي څخه یوه ورځ مخکې د پورته پتې سره سم د روغتون د غونډو تالار ته وسپارئ.

د آفر پرانیستلو غونډه ۰۲/۰۸/۱۴۰۳  نېټه چهار شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون  لومړي پوړ د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders