تېر کال د هېواد په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې ۴۷۸۷۸۷ جراحي عملياتونه ترسره شوي دي
دغه جراحي عملياتونه د هېواد په کچه په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي، چې له ډلې یې (۱۵۸۰۳۲) لوى جراحي عملياتونه (Major Surgeries) او (۳۲۰۷۵۵) کوچني جراحي (Minor Surgeries) دي.
دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
همداراز، په یاده همدې موده کې (۱۲۲۸۴۳۲) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۹۵۰۱۷۵۳) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د تخصصي او ثالثي روغتونونو ډاکټران د کاري تجربې، مسلکي تخصص او انساني ژمنتیا په لرلو سره تل هڅه کوي؛ څو ناروغانو ته معیاري، خوندي او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.