تېر کال د کاپیسا په ولایتي روغتون کې (۲۰۵۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۶۶۸) ستر عملیاتونه او (۱۳۸۸) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۹۷۱۵) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۹۱۰۳۲) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.