تېر کال په حضرت بلال تخصصي او ثالثي روغتون کې (۴۸۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۳۷۲) ستر عملیاتونه او (۱۱۴) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۳۰۹) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۳۴۸۷۶) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.