تېر یو کال کې د بلخ ولایت د ابو علي سینا سیمه ییز تخصصي روغتون کې (۴۳۷۷۶) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۲۲
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۰۳۶۷) ستر او (۳۳۴۰۹) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۴۸۶۲۸۳) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD)، (۸۳۴۲۲) ناروغانو ته داخل بستر (IPD)، (۱۲۲۳۱۰) تنو ته لابراتواري، (۴۷۲۸۲) تنو ته د زړه ګراف، (۵۸۵۵۸) تنو ته الټراساونډ او (۶۷۳۷۶) ناروغانو ته اکسری خدمات وړاندې شوي دي.