تېر یو کال کې د تخار ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۱۸۷) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۱۳
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلي (۳۰۲۳) ستر او (۱۶۴) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو اومتخصصو داکترانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۱۶۲۰۹۳) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۹۴۲۳) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.