تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند اندرا ګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا (۱۴۸۱۵) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۱۱
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۹۸۰۹) ستر او (۵۰۰۶) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۲۱۰۱۹۷) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۴۹۹۰۷) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمتونه وړاندې شوی دي.