تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا عاجل ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا (۱۲۳۰۲) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۱۵
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۴۲۷۸) ستر او (۸۰۲۴) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۶۶۵۵۱) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۰۶۶۱) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمتونه وړاندې شوی دي.