تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د غزني ولایتي روغتون کې شاوخوا (۶۱۰۲) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۲۴۵۳) ستر او (۳۶۴۹) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې (۲۴۶۰۲۶) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۲۸۵۴۶) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.