تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند رابعه بلخي نسایي او ولادي روغتون کې شاوخوا (۱۴۹۷۲) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۴۱
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۹۷۷۱) ستر او (۵۲۰۱) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ښځینه ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې شاوخوا (۱۳۶۸۵۶) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۴۴۵۴۴) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.