تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند صدري ابن سینا تخصصي او ثالثي روغتون کې (۷۵۳) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي
د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۲۳۷) ستر او (۵۱۶) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې (۲۸۳۰۲) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۳۵۷۹) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.