تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا (۸۶۸۸) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۲۱۲۵) ستر او (۶۵۶۳) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې شاوخوا (۱۲۴۲۷۳) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۷۹۸۶) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.