تېر یو کال کې د هلمند ولایتي روغتون کې شاوخوا (۱۰۲۱۱) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۴۶
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۸۹۲۴) ستر او (۱۲۸۷) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۹۷۸۰۱) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۳۶۸۱۸) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.