تېر یو کال کې د هلمند ولایت په ملکه ثریا ٥٠ بستریز روغتون کې (۲۶۰۴) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو جراحي عملیاتونو له ډلي ( ۱۱۱۶ ) ستر او ( ۱۴۸۸ ) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو داکترانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۲۵۴۸۲۰) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۲۸۰۸۰ ) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.