تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د سرپل ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۰۹۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۹۵۵) ستر عملیاتونه او (۱۱۴۱) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۵۲۹۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۹۳۱۳۳) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.