خبرتیا!

rasooli_admin
moph

 د عامې روغتیا وزارت د مسلکي بستونو نوماندانو د پام وړ!

د  شارت لیست د پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ، چې د  درې کاري ورځو په ترڅ کې خپل شکایتونه د چارو ادارې لوی ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسېدنې ریاست کې په الکترونیکي بڼه د لاندې ایمیل ادرس له لارې، چې د شکایت فورمه ورسره ضمیمه ده، ثبت کړئ.

(Civilappealsarcsa@gmail.com)

 فورمه له ډکولو څخه وروسته همدې ایمیل ادرس ته واستوئ، ستاسو شکایت په هر اړخیز ډول څېړل کېږي او پايله یې د ټلیفوني تماس او یا هم ایمیل ادرس له لارې له تاسو سره شریکېږي، همـدارنګه،  کــولای شئ چــې خپل شـکایت په حضوري شکل د دې ادارې په مرکزي دفتر کې چې د دارلامان، افشارو سیمه کې موقعیت لري، ثبت کړئ.

د شکایت فورمه د عامې روغتیا وزارت له ویب سایټ څخه په لاندې لینک کې موندلای شئ:

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-03/فورم-شکایات-جدید.pdf

 د اړتيا پر مهال له دې ټلیفون شمېرې (۰۲۰۲۱۴۳۰۷۷) سره اړیکه ونیسئ.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) برخې لپاره یو شمېر مسلکي بستونه د NTA معاشاتو د نورم مطابق اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV)  د ۱۴ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

Back to announcements