خوست او هرات ولایتونو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۲۷
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتيا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د خوست ولایت دوهمه او څلورمه ناحیه کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او د هرات ولایت شپږمه ناحیه کې ۱۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS