خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
moph

یاد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه تر سره شو، چې په کې  ۳۷۹ خصوصي روغتیايي مرکزونه، د خوراکي توکو پلورنځي او تولیدي فابریکې شاملې وې، چې پایله کې یې ۴۶۶۱ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د دې نظارت په ترڅ کې ټولټال ۱۵۰ تأسیسات وتړل شول، چې له ډلې یې تولیدي فابریکې د بې‌ کیفیته موادو تولید له امله، خصوصي روغتیايي تأسیسات د جواز نه لرلو له کبله او د خوراکي توکو پلورنځي د لوړو بیو له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS