خوست کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې یو روغتیایي کتنځای د قانوني جواز نه لرلو، یو روغتیایي کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص نه شتون او لوړ قیمت پلور له امله وتړل شول.
دغه راز، د روغتیایي مرکزونو او هوټلونو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي شي.