د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او مل تخنيکي ټیم د لغمان ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۴۲
MOPH

د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، چې د عامې روغتیا وزارت د اقتصاد او تمويل رئیس ډاکټر میرویس احمدزي او د لغمان عامې روغتیا رئیس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي یې هم ملتیا کوله، د مهترلام ولایتي روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

همداراز، نوموړي د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې د خدماتو د کیفیت، د درملو موجودیت او د کارکوونکو د فعالیت ارزونه وشوه او د خدماتو لا ښه والي، شته ستونزو حل، سیسټم پیاوړتیا او د خلکو رضایت کچې لوړولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د خلکو د رضایت کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS