دافغانستان اسلامي امارت دعامې روغتياوزير د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له وزيرسره لیدنه وکړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۰:۵۵
د دافغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت له وزيرسره لیدنه وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد د ارشاد ، حج اوقافو وزارت له وزير شيخ الحديث نورمحمد ثاقب سره د حجاج کرامو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په اړه ليدنه تر سره کړه.

په ياده ليدنه کې د عامې روغتيا وزير د حج اوقافو وزير ته د روغتيايي خدماتو مربوط پروسه تشريح او پوره ډاډ يې ورکړ چې روغتيايي پرسونل به د حاجيانو په پوره اخلاص او مسلکيتوب سره خدمت تر سره کوي، د دې تر څنګ حاجيانو ته د درملو او نورو لوازمو په اړه هم خبرې اترې تر سره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS