دایکندي ولایت کې له یو شمېر درملتونونو، کلینیکونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د دایکندي ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري ترسره شو، پایله کې یې د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل، چې شاوخوا نیم ټن کېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.