دطبابت ارزښت د اسلام له نظره تر نامه لاندې علمي کنفرانس تر سره شو
د عامې روغتيا وزارت کارمندانو ، د کابل تخصصي او ثالثي روغتونونو روغتيايي مسؤولینو او روغتيا پالانو ته د "طبابت ارزښت د اسلام له نظره" تر نامه لاندې علمي کنفرانس تر سره شو.
ياد کنفرانس چې د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په وينا پیل د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزير شيخ محمد خالد حنفي په علمي وينا پای ته ورسید ، ګډونوالو ته د طبابت ارزښت ، د ناروغانو سره د ښې رویې او د اسلام د مبارک دين د احکامو عملي کولو په اړه مفصل بحث تر سره شو.