دعامې روغتيا وزير د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستیتوت څخه ليدنه تر سره او ځينې نوې څانګې پرانستې

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۸:۱۵
دعامې روغتيا وزير د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستیتوت څخه ليدنه تر سره او ځينې نوې څانګې پرانستې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو له انستیتوت څخه ليدنه تر سره او ځينې نوې څانګې پرانستې؛

د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د غضنفر روغتيايي علومو انستیتوت له اداري پرسونل استادانو او يو شمير محصلینو سره له نږدې وليدل او هغوۍ يې د طبي زده کړو په برخې کې لا زيات کار او مطالعې ته وهڅول ، ښاغلي عباد ټولو حاضرينو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په وينا يې هڅه يې دا ده چې د نيمه طبي زده کړو په برخه کې په نړيوال معيار بدلون را منځته کړي د غونډې په پای کې د محصلينو د عملي زده کړو لپاره د يو شمير نويو جوړو شويو څانګو د پرانستې مراسم تر سره او د مسؤولینو سره د لا نورې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۳۲
Background image

هلمند ولایت کې دوه موټره قاچاقي درمل ونیول شول

دوه موټره درمل چې غوښتل یې له قاچاقي لارې هېواد ته داخل شي، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د جرمونو د څار آمریت له لوري په مارجه ولسوالۍ کې ونیول شول.

یاد درمل د هلمند د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال تخصصي ارتوپيدي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د روغتیایي سکټور کارکوونکو تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ پراخولو او د کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال. . .

BACK TO NEWS