دعامې روغتیاوزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمداسحق صاحبزاده دخپل سفرپه ترڅ کې دغزني ولایت له والي سره وکتل

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۴۷
دعامې روغتیاوزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمداسحق صاحبزاده دخپل سفرپه ترڅ کې دغزني ولایت له والي سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د جمعې په ورځ د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۵ نیټه غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولایت له والي سره وکتل اود روغتیایی ستونزو حل او د دې ولایت خلکو ته د روغتیایی خدماتو وړاندې کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

 په دې کتنه کې د غزني والي مولوي محمد اسحق آخندزاده د افغانستان  د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیايي چارو د ښه والي په موخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د صحي خدماتو له وړاندې کولو څخه يې په ياد ولايت کې خپله خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS