دمعلوماتی تکنالوژی وسایلو د تدارک د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا پروگرام،مختلف ساری ناروغی، د ایدز کنترول ملی پروگرام، جنسی ناروغی او هیپاتیت 1402 مالی کال د اړتیا وړ GOV/MOPH/CDCD/MVDP/HIV/CF/NCB/G02/14 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د معلوماتی تکنالوژی وسایلو د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتی خدماتو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د 18/08/1402 نېټې، د پنج شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اطاق) ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 130,000 (یو سل دیرش زره ) افغاني دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه د 18/08/1402 ، د پنج شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیژی.