دهېوادونودعامې روغتیاوزیرانوترمنځ په عمان هيوادکې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایرشو

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۵
دهېوادونودعامې روغتیاوزیرانوترمنځ په عمان هيوادکې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایرشو

د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد هم د دې کنفرانس ګډونوال دی او د کنفرانس ګډونوالو ته به وینا وکړي.

دغه کنفرانس چې په عمان هيواد کې ترسره کېږي د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د روغتیا نړیوال سازمان، ماشومانو، خوړو، زراعت او ګڼو نورو مؤسسو مسوولینو هم په کې ګډون تر سره کړی او د کنفرانس ټول ګډونوال به د Anti-Microbial resistance

د حل لپاره ، د نوښتونو ، چيلنجونو ، حل لارو او  political partnership په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

یاد کنفرانس د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې په نیدرلنډ هيواد کې ترسره شوی و او دا څو کلونه د کرونا او نړیوالو ستونزو له کبله ځنډېلی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS