د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد څخه له راغلي ۱۳ کسیز مسلکي پلاوي سره ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۵۸
MOPH

په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتيايي اړیکو پراخوالي، د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د مسلکي تجربو شريکولو، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو او د همغږۍ د لا ښه والي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

یاد قزاقستاني پلاوی چې دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه يې د وزیر محمد اکبر خان، شیخ زايد او الشفاء ملي او تخصصي روغتونونو څخه ليدنه وکړه، په دغه روغتونونو کې یې له افغان متخصصينو سره په ګډه یو شمېر جراحي عملیات ترسره کړل او خپلې مسلکي مشورې او تخنیکي تجربې يې له روغتيايي کارکوونکو سره شریکې کړې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ياد پلاوي له راتګ څخه مننه او قدردانی وکړ، دا سفر او ناسته يې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتيا په برخه کې د يو نوي فصل پرانیستلو او دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په معنا وبلله او ويې ويل:(د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او په کور دننه او بهر د افغان روغتيايي کارکوونکو لپاره د روزنې، زده کړو او مسلکي پرمختګ زمینه برابره کړي.)

د یادونې وړ ده، له قزاقستان څخه د دغه روغتيايي پلاوي راتګ د هغو پخوانیو ناستو پایله ده، چې د عامې روغتيا وزیر د یاد هېواد له روغتيايي مسؤلينو سره تر سره کړې وې او دا سفر د دوه اړخیزو همکاریو یو څرګند ګام بلل کېږي، چې له مخې به یې یو شمېر افغان روغتيايي کارکوونکي قزاقستان ته د عملي زده کړو لپاره واستول شي، تر څو د عملي زده کړو او تجربو په ترلاسه کولو سره د هېواد دننه د خدماتو کیفیت نور هم لوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS