د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نورستان والي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۴۹
moph

په دې ناسته کې د نورستان والي قاري زین العابدین د یاد ولایت د روغتیايي برخې اړوند معلومات وړاندې او هم یې د روغتیايي خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه د حل په موخه ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

دغه راز، د نورستان والي د دې ولایت په مرکز کې د جوړېدونکي ۳۰ بستریز روغتون د تعمیراتي چارو په اړمعلومات وړاندې کړل، چې رغنیزې چارې یې تقریبأ بشپړېدونکي دي.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د شریک شویو ستونزو د حل سربېره ډاډ څرګند کړ، چې نورستان ولایت کې به د عمومي روغتونونو (GH) چارې هم ژر پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS