د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ ایران هېواد ته سفر وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۱۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، چې د درملو او خوراکي توکو د ارزونې او ثبت رئیس، د معینیت تخنیکي مشاورینو او د وارداتي سکتور استازو یې هم ملتیا کوله، ایران هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د دې هېواد درملو او خوړو سازمان له رئیس ډاکټر مهدي پیر صالحي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تنظیمي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تنظیمي سیستم پیاوړتیا لپاره د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو، د لاسلیک شوي تنظیمي هوکړه لیک عملي کولو، د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړونې او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

 

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ایران هېواد یوه لوړ پوړي پلاوي د دوه‌ اړخیزو همکاریو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت کې له اړوندو مسؤلینو سره لیدنه تر سره او خبرې اترې کړې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS