د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ بنګله‌ دېش هېواد ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۵۸
MOPH

د دې سفر په ترڅ کې به د بنګله‌ دېش هېواد د درملو د تنظیم ادارې له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ترسره او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشي، د بنګله‌ دېش هېواد د درملو له تولیدي فابریکو څخه به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوی لیدنه وکړي ،همداراز د دې سفر په جریان کې به د دواړو هېوادونو د درملو د تنظیم ادارو ترمنځ د ترسره شوي انلاین مجلس پر بنسټ د درملو اړوند هوکړه‌ لیک موضوع تعقیب او د بنګله‌ دېش د درملو تولیدي شرکتونو او د هغوی د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر چټکولو اړوند خبرې تر سره شي.

 د دې سفر یوه موخه د یاد هېواد د درملو تولیدي شرکتونو هڅونه ده ، ترڅو د افغانستان په داخل کې د درملو د تولید برخه کې په یواځې توګه یا له افغاني شرکتونو سره په ګډه پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS