د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره ترکیې هېواد ته په رسمي سفر روان شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت دا پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد د درملو ادارې اړوند مسؤولینو سره لیدنې ترسره او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې تر سره کړي، همدارنګه د دې سفر په جریان کې به د ترکیې هېواد د درملو له تولیدي فابریکو څخه تخنیکي پلاوی لیدنه وکړي، دغه راز د دې سفر په جریان کې به هڅه وشي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو د تولید او تورید برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي او په لنډ مهاله او اوږدمهاله توګه د هېواد اوسېدونکو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درمل برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS