د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره له ځانګړي شوي عمري کمپ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۵۵
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د عمري کمپ روغتیايي مرکزونو او د بېرته راستنېدونکو لپاره د بېړني شل بستریز روغتون د خدمتونو بهیر له نږدې ولید او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي مرستیال همداراز، د عمري کمپ د روغتیايي مرکزونو او بېړني شل بستریز روغتون موجوده ستونزې او اړتیاوې په نښه او د حل په موخه يې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې، هغه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ بېرته راستنېدونکو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS