د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د سفر په ترڅ کې د کتلوي معافیت له نوې جوړې شوې ودانۍ او سوړ زنځیر څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزیر، د یادې ودانۍ او سوړ زنځیر په جوړېدو خوښي څرګنده، دا یې د واکسین په برخه کې ارزښتمن ګام وګاڼه او ویې وویل، کوښښ کوو چې د روټین واکسین په تطبیق سره د ساري ناروغیو مخنیوی وکړو، د کوم لپاره چې د سوړ زنځیر او کتلوي معافیت برخې پیاوړي کول اړین دي

 ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، تطبیق کوونکي مؤسسې او اړونده ادارې باید د واکسین په برخه کې په پوره اخلاص او مسلکیتوب سره خپل فعالیتونه تر سره کړي؛ تر څو زموږ کوچنیان د ساري ناروغیو څخه وژغورل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اتو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د لوګر، پنجشېر، نورستان، خوست، پروان، کاپیسا، لغمان او میدان وردګو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د قلعه احمد خان عالي لېسې څه باندې ۲۲۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS