د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هلمند ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي پلاوي سره په ګډه د ګرشک ولسوالۍ روغتون څخه نظارت ترسره کړ
![moph](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-09_at_14.43.34_8e683468_0.jpg)
په دغه نظارت کې چې د هلمند عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله یې هم ملتیا کوله د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې یاداشت او د حل ډاډ یې څرګند کړ.
د عامې روغتیا وزیر همداراز د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او له روغتیا پالانو یې وغوښتل، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.
ښاغلي وزیر دغه راز، روغتیایي کارکوونکي وهڅول؛ ترڅو دې برخې کې د خپل خدمت په دوام سره د ناروغو هېوادوالو درملنه وکړي.