د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنک اونال سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو پر څرنګوالي، بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنې، روغتیایي برخه کې پخوانیو تفاهمنامو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو تطبیق او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ترکیې هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او یاده برخه کې یې د ترکیې هېواد له لوري د شویو مرستو او همکاریو د مننې سربېره په دې برخه کې د لا همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
له بل لوري د ترکیې سفیر روغتیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.