د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د Save the children ، World vision، IMC او CRS مؤسسو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۲
moph

په دې لیدنه کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زیاتې پاملرنې، د افغان روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړلو او په اغېزمنه توګه د روغتیايي خدماتو تطبیق اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، ولسونو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کېدو ټینګار وکړ او په همدې موخه یې د یادو مؤسسو له استازو وغوښتل، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه په اغېزمنه توګه تطبیق کړي.

بل لور د یادو مؤسسو مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې به ولسونو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل ابن سینا صدري روغتون له خدمتونو نظارت ترسره کړ

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د څارنې او پلټنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې (۲۹۷۱) ډوله درملو او خوراکي توکو د کیفیت تثبیت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت اړوند، خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت مرکزي لابراتوار د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې  (۲۹۶۴) ډوله درمل او ۷ ډوله خوراکي توکي تجزیه کړي، چې له ډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۴:۹
Background image

کابل ښار کې د یو شمیر پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د روژې مبارکې میاشتې نظارتي پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت ګډ ټیم د کابل په یو شمېر ناحیو کې د خوراکي توکو له ۱۴۰ عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړی.

یاد نظارت د. . .

BACK TO NEWS