د اتصالات مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د وینې راټولولو کمپاین ترسره شو
د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اتصالات مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو
په دې کمپاین کې له ۵۰ تنو کارکوونکو څخه ۲۵۰۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع شي.
د وینې مرکزي بانک هڅه کوي، چې د وینې کمپاينونو او عامه پوهاوي له لارې هېوادوال وهڅوي، چې خپله وینه اهدا کړي؛ ترڅو وينې ته د اړمنو ناروغانو ستونزې حل شي.
