د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لپاره د عالي نرسنګ، فارمسي او لابراتوار څانګو کې نوي محصلین جذب کړي.

د نوم‌لیکنې بهیر د ۱۴۰۴/۲/۳۱ نېټې (چهارشنبه) ورځ څخه پیلېږي او تر ۱۴۰۴/۳/۱۰ هـ.ش پورې دوام لري.

ټول هغه کسان چې دولسم ټولګی یې بشپړ کړی وي او درې کلنې نومرې ولري او د مدارسو هغه فارغان چې اسناد یې د پوهنې ریاست لخوا د دولسم ټولګي سره معادل پېژندل شوي وي، کولای شي د نوملیکنې لپاره د سهار ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ ته مراجعه وکړي.

د نوملیکنې شرایط:

د دولسم ټولګي تائید شوی سند یا درې کلنې نومرې

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

شپږ (۶) قطعې عکسونه

پته: ارزګان ولایت، درېیمه ناحیه،  دارالایتام ته مخامخ، پوهاند غضنفر دروغتیایي علومو انسټېټیوټ

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements