د استاد قیام الدین خادم عالي لېسې څه باندې ۱۳۰۰تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۴
moph

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS