د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۳۸
moph

د دې ناستې پر مهال چې د ياد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د مقام مشاورينو هم شتون درلود، د روغتيايي خدمتونو ارزونې په موخه د ګډ نظارت لازم ترسراوي، د يونيسیف ادارې له لوري د تمويلېدونکو تطبيق کوونکو مؤسسو د فعاليتونو ښه والي، ستونزو او نیمګړتیاوو حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتيا وزير د تطبيق کوونکو مؤسسو په فعاليتونو او خدمتونو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پر ژر حل ټينګار وکړ او په ياده برخه کې يې د يونيسیف ادارې لا زياته پاملرنه او همکاري اړينه وبلله.

همدا راز، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ننګرهار ولایت کې د تطبيق کوونکو مؤسسو له فعاليتونو او خدمتونو څخه د ترسره کړي نظارت په اړه د يونيسیف ادارې مسؤلینو سره معلومات شريک کړل.

بل لور د يونيسيف ادارې مشر په ياده برخه کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند او ويې ويل: د یو مکتوب له لارې به د ګډ نظارت لپاره تاسې ته خپل استازي در معرفي کړو؛ څو د ګډ نظارت چاری په منظم ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS