د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د ابوعلي سینا دویم څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون رسما پرانیستل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۴
moph

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د افغانستان ا.ا. یو شمېر نورو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان ا.ا. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل: په هېواد  کې د درملو صنعت په لږ وخت کې زیات پرمختګ کړی دی او زیاته یې کړه، یو هېواد هغه وخت د بهرنیو بندیزونو پر وړاندې ښه مبارزه کولای شي، چې خپلې اړتیاوې له داخلي تولیداتو څخه پوره کړي.

دغه راز، د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل: د افغانستان ا.ا له حاکمیت وروسته روغتیا برخه کې د پام وړ پر مختګونه شوي دي او زیاته یې کړه، ا.ا له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ کوي او له هېوادوالو څخه غواړي چې له داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي. همدارنګه، ښاغلي د درملو د تولیدي شرکتونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د درملو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزیر وویل: عامې روغتیا وزارت د درملو برخه کې د هېواد داخلي تولیداتو ته لومړيتوب ورکوي او دا د نورو له احتیاجه د خلاصون لار ده او زیاته یې کړه، د خپلې درملنې لپاره له داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلئ.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال وویل: د افغانستان ا.ا د پیاوړې او سالمې رهبرۍ په هلو ځلو د هېواد په رغونه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي او زیاته یې کړه، د افغانستان د درملو صنعت د پرمختګ په حال کې دی او دغه نندارتون د ا.ا د رهبرۍ د هلو ځلو پایله ده.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې یو شمېر نورو مسؤلینو هم د کورنیو تولیداتو پراختیا او نندارتون په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS